Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63760
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 غبرګولی 1398 ساعت : 21:25:26

د افغانستان مرکزي بانک رئیس خلیل صدیق له دندې ګوښه شو

د افغانستان مرکزي بانک رئیس خلیل صدیق استعفا کړې ده.

 ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) ته نږدې یوې سرچینې خامه پریس خبري اژانس ته د نوم نه ښوودلو په شرط وویل، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د مرکزي بانک د رئیس استعفا منظور شوي هم ده.

خامه پریس په دې اړه له ښاغلي خلیل صدیق سره اړیکه نیولې هغه هم د خپلې استعفا خبر تائید کړی او علت یې ناروغي په ګوته کړې ده.

د مرکزي بانک رئیس په داسي حال کې استعفا وړاندې کوي چې د افغانۍ ارزښت په شدید ډول د ډالر په بدل کې راکښته شوی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.