Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63761
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 غبرګولی 1398 ساعت : 21:59:30

ارګ: ولسمشرغني د انګلستان په رسمي بلنه له لوړ پوړي دولتي پلاوي سره لندن ښار ته ولاړ

ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وایي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه د جوزا په ۲۶مه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د انګلستان هېواد په رسمي بلنه د دې هېواد د لندن ښار ته رهي شوی دی.

په خبر پاڼه کې ویل شوي،” جمهوررئیس غني به د دغه سفر په لړ کې د هغه هېواد مقاماتو سره د کتنو ترڅنګ په منچستر ښار کې د افغانستان او انګلستان ملي ټیمونو ترمنځ د کرکټ ترسره کیدونکي سیالي هم وګوري”.

ولسمشر په داسي حال کې بهر ته رسمي سفر کوي چې تر مخکې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ویلي وو چې په دې وخت کې ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته د ولسمشر غني سفرونه کمپایني بڼې لري او دی باید نور له سفر کولو څخه ډ ډه وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.