Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63762
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 غبرګولی 1398 ساعت : 22:33:07

ایران په افغانستان کښې د صلحې او ثبات ټینګښت غواړي

په افغانستان کښې د ایران سفیر په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات د ټینګیدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

په کابل کښې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي پرون د افغانستان د قندهار له والي حیات ا... حیات سره په کتنه کښې، په وروستیو لسیزو کښې د ایران او افغانستان اړیکې د دواړو ولسونو د اړیکو ترټولو غوره پړاؤ وباله.

محمد رضا بهرامي د ایران او افغانستان سیمه ایزه ملګرتیا او د ستونزو د هواري په لړ کښې د دواړو هیوادونو له توانمنیو او وړتیاؤ استفاده موثره وبلله او زیاته یې کړه: جابهار د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ په چوکاټ کښې یوه کامیابه نمونه ده چې په لارې باندې په ګډې پوهې سره مخ په پرمختګ ده.

په دغه کتنه کښې د قندهار والي هم له افغانستان سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملګرتیاؤ او په ایران کښې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب او هم داشان په تیرو څلویښتو کلونو کښې د هغوي لپاره د زده کړې او کار روزګار او نورو ټولنیزو خدماتو د برابرولو قدرونه وکړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.