Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63763
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 غبرګولی 1398 ساعت : 22:27:28

محب، ننګرهار کې د جنایي جرمونو، ترهګریزو پېښو انسان تښتونې او ترور د جدي مخنیوي امر کړی

د افغانستان د امنیتي سکتور ناسته کې چې پرون د ‌ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوې وه، د ننګرهار ولایت د امنیتي بنسټونو مسوولینو ته دنده سپارل شوې چې د ننګرهار د جنایي جرمونو، ترورېستي فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې،په دغې ناسته کې د ننګرهار ولایت په ګډون  دهېواد د ځینو نورو  ولایتونو پر امنیتي وضعیت هم بحث شوی دی.

د خبر پاڼې په حواله، په دې جلسه کې د ملي امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د افغانستان د خلکو د ارامۍ دښمنانو ځپلو لپاره اړوند بنسټونو  ته لازم هدایات ورکړي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.