Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63764
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 غبرګولی 1398 ساعت : 22:28:37

ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې په تړاو د چین مرکز بیجینګ ته تللی دی

طالبانو ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط چین هېود ته د دې ډلې د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر  د سفر خبر ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي چې د دې سفر په لړ کې به د طالبانو د ډلې دغه مشر له چینایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه وغږیږي.

د سرچینې له قوله طالبان غواړي له امریکایانو سره د خبرو تر اووم پړاو وړاندې ګاونډیو هېوادونو ته د خپل دریځ په اړه  مالومات ورکړي.

دغه طالب چارواکي په داسې حال کې چین ته سفر کړی دی، چې تمه وه د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو د روان میلادي کال د جون میاشتې په ۱۳ نېټه پیل شي، خو تر اوسه یې په اړه مالومات ندي ورکړل شوي او ښایي په نږدو ورځو کې د خبرو اترو نوې لړۍ پیل شي.

سیاسي شننوونکي پدې باور دي چې، طالبانو د جګړې ترڅنګ دیپلوماسۍ او سیاسي فعالیتونو په برخه کې هم خپلې هڅې زیاتې کړې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.