Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63765
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 غبرګولی 1398 ساعت : 22:29:33

عبدالله:که چیري طالب زندانیان د ټاکنیز کمپاین په هدف خوشي شي، د سولې بهیر ته به هېڅ ګټه ونه رسوي

دافغانستان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبه وزیرانو شورا ته د خبرو پر مهال ویلي، که چیري طالب زندانیان د ټاکنیز کمپاین په هدف خوشي شي، د سولې بهیر ته به هېڅ ګټه ونه کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا ننۍ غونډې ته وویل چې، افغان حکومت طالب زندانیان د حسن نیت په هدف خوشي کړي او باید له دې کار څخه څوک د ټاکنیز کمپاین لپاره استفاده ونه کړي.

ده وویل :”د طالب زندانیانو خوشي کول د حسن نیت له‌مخې تر سره شوي، خو که چیري دغه ډول اقدامات یو ځل بیا د کمپاین بڼه ولري او د ټاکنیز کمپاین سره وتړل شي، بیا هغه خپل اصلي تاثیر له لاسه ورکوي.”

اجرائیه رئیس زیاتوي:” زمونږ موخه دا نه ده چې په زرګونو خلک عمري په زندانونو کې پاتي شي او یا جګړه دوام وکړي، ځکه د افغانستان خلک ۴۰ کاله کیږي چې په دې بدمرغۍ اخته دي.”.

عبدالله عبدالله داسي مهال د طالب زندانیانو د خوشي کولو له مسئلې څخه د انتخاباتي کمپاني لپاره د استفادې اندیښنه ښيي چې ولسمشر غني د تېر کوچني اختر په مناسبت وینا کې د ۸۸۷ طالب زندانیانو د خوشي کولو امر وکړ او تر دې مهاله د هېواد له بېلا بیلو زندانو نو څخه لسګونه طالب بندیان خوشي شوي هم دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.