Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63767
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 غبرګولی 1398 ساعت : 22:33:33

امریکا دې د هستوګنوسیمو په ضدهوائی حملې سملاسی ودروی

د افغانستان زیاتره سیاستوالان او ولسی مشران په دغه هیواد کې د عامو خلکو دمرګ ژوبلو دزیاتیدا لامل همدغه ترهه ګر امریکائی پوځیان ګڼی چې له اتلسو کلونو راهسې ئې په دغه جنګ ځپلی هیواد کې پنجې ښخې کړی او داسې کومه ورځ نشته چې ددوی په سپیرو لاسونو سره افغانان ونه وژل شی .

زمونږخبریال  له کابله راپورراکړد افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د دفتر نن سهار دیوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د فراه  ولایت په بالابلوک ولسوالۍ د امریکائی پوځیانو  دهوائی حملې په محکومولو سره  ددغه ډول تیریو د دریدا غوښتنه کړې ده .

 راپورکې وئیل شوی دی،د امریکا ترهه ګرو پوځیانو د بالابلوک  ولسوالۍ  په یوه کلی په سختې بمبارۍ کې یوشمریعام افغانانو  ته مرګ ژوبلې اوښتی او دغه راز ئې کورونه هم ویجاړ شوی دی

 د امریکا د ترهه ګرپوځ د قوماندانۍ د راپور په اساس،دامریکا ترهه ګرو پوځیانو تیرکال په افغانستان کې څه دپاسه دوه زره او دوه سوه بمونه او توغندی ویشتی چې دا اندازه له تیرو کلونو سره په پرتلې کې ډیره زیاته  شوې ده .

 دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان  زیاتره سیاستوالان  او ولسی  مشران   په دغه هیواد کې د عامو خلکو  دمرګ ژوبلو دزیاتیدا لامل همدغه ترهه ګر امریکائی پوځیان ګڼی چې له اتلسو کلونو راهسې ئې  په دغه جنګ ځپلی هیواد کې پنجې ښخې کړی او داسې کومه ورځ نشته چې ددوی په سپیرو لاسونو سره افغانان ونه وژل شی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.