Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63768
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 غبرګولی 1398 ساعت : 22:34:43

د امريکې استازي ته د افغانستان د مشرانو د جرګې د مشر خبردارے

د افغانستان د مشرانود جرګې مشر د افغانستان په چارو کښې د امريکې استازي زلمے خليزاد ته له طالب ډلې سره د خبرواترو په لړ کښې د ځينو خبرو د پټونې په وجه خبردارے ورکړ.

فضل هادي مسلم يار وويل، په داسې صورت کښې خليزاد له طالب ډلې سره د خپلو خبرو اترو تفصيلات د افغانستان ولسي جرګې او د مشرانو جرګې ته وړاندې نه کړي نو په مقابل کښې به يې اودريږي.

د افغانستان د مشرانو د جرګې مشر  زياته کړه، افغان ولس حق لري چې له طالبانو سره د خليلزاد د خبرو اترو له تفصيلاتو باخبره وي.

د افغانستان د مشرانو د جرګې غړي عبدا... قُرلُق هم وويل، په قطر کښې له طالب ډلې سره په خبرو ترو کښې د افغان ولس ګټو ته بې پامي شوې ده.

په افغانستان کښې د صلحې لپاره د طالبانو او امريکې ترمېنځ تر اوسه زياتې خبرې اترې شوې  دي، خو څه نتيجه يې نه ده لرلې. ټاکل شوې ده د امريکې او طالب ډلې د خبرو اترو اوم پړاو تر راتلونکې يوې هفتې پورې په قطر کښې جوړ شي.

له طالب ډلې سره د خبرو اترو په اړه د ځينو چارو د پټونې په اړه د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي ته د افغانستان د  مشرانو د جرګې د مشر خبردارے ښودنه کي چې د افغانستان د صلحې د بهير په اړه د سپينې ماڼۍ له غېر شفافه تګلارې سره په مخالفت کښې په افغانستان کښې يو ډول ملي اجماع رامنځته شوې ده.

له طالب ډلې سره د امريکې د بې نتيجې خبرو اترو شپږو پړاونو د ترسره کېدو باوجود سپينې ماڼۍ د خبرو اترود جزئياتو له وړاندې کولو ډډه کړې ده. که څه هم په تېرو مياشتو کښې کابل ته د خليزاد له سفره وروسته د افغانستان ځينو رسنيو له طالب استازيو سره د هغه د ناستو د ځينو جزئياتو د وړاندې کولو خبر ورکړ خو دا اټکل کيږي چې د امريکې خاص استازي د خبرو اترو د زياتروبرخو اطلاع رسونه کړې ده.

په همدې وجه دي چې افغان حکومت د امريکې او طالبانو د خبرو اترو د روڼ والي غوښتنه کړې ده چې البته د افغانستان خلقو،د سياسي ډلو مشرانواو رسانه اي ټولنو داسې غوښتنه مطرح کړې ده.

د افغانستان د خلقو، حکومت او نورو حکومتي ادارو ترمېنځ دا اندېښنه موجوده ده چې د امريکې او طالب ډلې پټې خبرې اترې کېدې شي دغې ډلې ته د سپينې ماڼۍ د نمائنده لخوا د کابل د حکومت په نيابت د يو لړ امتيازاتو د ورکولو په وجه د افغانستان ملي امنيت او ګټې په خطر کښې پريوزي.

 

په افغانستان کښې دغه اندېښنه په خاصه توګه له طالب ډلې سره د خبرو اترو د شپږو پړاونو د تفصيلاتو په باره کښې زياته پېدا شوې ده.

زلمي خليزاد ته د افغانستان د مشرانو د جرګې د مشر دغه خبردارےکولې شي امريکې ته د افغانستان د ملي امنيت د صلاحکار حمد ا... محب د سفر د ممنوعيت په اړه د امريکې د حکومت د دريځ په اړه يو غبرګون وي.

د افغانستان په اړه د سپينې ماڼۍ په سياستونو د محب له سختې نيوکې  او په افغانستان کښې د موقته حکومت د تشکيلولوپه طرحې سره د کابل د حکومت د کمزوري کولو لپاره د واشنګټن د هلو ځلو په اړه د هغه له افشا کونکې وېنا وروسته  د امريکې خارجه وزارت دغه هېواد ته د محب د سفر د ممنوعيت خبر ورکړ چې د کابل د حکومت قهر يې راوپاروۀ.

داسې ښکاري چې له طالب ډلې سره د خبرو اترو په باره کښې د خليزاد د ځينو چارو د پټونې د نتائجو په اړه د افغانستان د مشرانو د جرګې د مشر خبردارے به د هغه ورته سياست په اړه چې سپينې ماڼۍ د حمدا... محب په باره کښې غوره کړے دے يو پېغام وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.