Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63769
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 غبرګولی 1398 ساعت : 10:14:16

برتانیې له افغانستان سره د ۱۷۰ میلیونه پونډه په ارزښت مرسته اعلان کړې ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه د جوزار په ۲۷ مه د بریتانیې هېواد له لومړۍ وزیرې ټرزامې او یو شمېر نورو لوړ پوړو چار واکو سره په لندن کې کتلي دي.

ارګ وايي، چې  ولسمشر محمداشرف غني  د برتانیې له لومړۍ وزیرې اغلې ټرزامي سره په کتنه کې د افغانستان د سولې پروسې، د جمهوري ریاست ټاکنو او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا بحث او خبرې  سره کړې دي.

 د دې کتنو په لړ کې پر بېلابیلو موضوعاتو د خبرو ترڅنګ بریتانیا له افغانستان سره د ۱۷۰ میلیونه پونډه بشري مرستې اعلان هم وکړ.

 د بریتانیا د نړیوالې پراختیا وزیر په لند کې د دې کتنو پر مهال ویلي چې افغانستان بشري مرستو ته زیاته اړتیا لري.

نوموړي ویلي چې جګړې، او وچکالۍ میلیونونه افغانان له لوږي سره مخ کړي نو په دې توګه دغلته د خوارکي توکو، اوبو او طبي مرستو لپاره جدي اړتیا لیدله کیږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.