Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63772
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 غبرګولی 1398 ساعت : 10:21:17

د مصر کودتاچی حکومت د محمد مرسی د مرګ مسئول دی

محمد مرسی پرون ناوخته دقاهرې په یوې محکمې کې دبهرنیو جاسوسی ادارو لپاره د جاسوسۍ د دوسیې په باب دخپلې محاکمې دغونډې په وخت ناڅاپی بې هوشه شو، چې څو شیبې وروسته ئې سا ورکړه .

د بشری حقوقونړیوالې ادارې  بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ، د مصر کودتا کونکی حکومت ددغه هیواد دنسکور کړائ شوی ولسمشرمحمد مرسی دناڅاپی مرګ مسئول دی .

 زمونږ خبریال راپور راکړی،دبشری حقوقو دفاع کونکی ادارې په دې خبرې په ټینګار سره چې قاهره هیڅکله د بندیانو د اساسی حقوقو په تامینولو کې بریالۍ نه ده،روښانه کړې  دمصر حکومت  محمد مرسی ته  لازم درملیزخدمات نه دی وړاندې کړی .

محمد مرسی پرون ناوخته  دقاهرې په یوې محکمې کې  دبهرنیو جاسوسی ادارو لپاره د جاسوسۍ د دوسیې په باب  دخپلې محاکمې دغونډې په وخت ناڅاپی بې هوشه شو، چې څو شیبې وروسته  ئې سا ورکړه .

 دمصر د دغه لیرې کړائ شوی ولسمشر مرسی له مړینې  وروسته د مصر د کورنیو چارو وزارت  په دغه هیواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او ددغه هیواد پوځ او امنیتی ځواک  هم تیارسی شوی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.