Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63773
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 غبرګولی 1398 ساعت : 10:27:06

د اروپایانو پشمول نړیوال دې د کډوالوپه وړاندې پخپلو مسئولیَتونوعمل وکړی

د کډوالو د څلوراړخیزې ناستې غړو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، څو د کډوالو په وړاندې او دغه راز د افغان کډوالو د مشکلاتو او لالهاندۍ د ختمولو لپاره دې پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړی. دوی همدرااز له کډوالو د نړیوال ملاتړ پر زیاتیدا،له کوربه هیوادونو دنړیوالې ټولنې پر ملاتړ، او د افغانستان د کډوالو په وضعّیت دجدی غور کولو په موخې سره د مرستو د تامینولو پر لوړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان په کوربتوب او د ایران، افغانستان،ملګروملتو او دپاکستان د استازو په شتون سره د کډوالو د چارو څلور اړخیزنه ناسته په اسلام اباد کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته رسیدلې ده.

 راپورښئ ددغې یوې ورځنۍ غونډې موخه چې دایران د کورنیو چارود وزیر دمرستیال ذوالفقاری، د پآکستان د سرحدی اوصوبائی چارو د وزیر شهریار خان افریدی، دافغانستان د کډوالو د چارو د وزیر سید حسین عالمی بلخی او د ملګروملتو د کډوالود ادارې دسیمه ایز دفتر د مدیر په شتون سره داسلام اباد په میرّټ هوټل کې ترسره شوی، خپل هیواد ته د افغان کډوالو پخپلې خوښې دستنیدا او دایران د کډوالو د وضعیّت په باب د اغیز شیندونکی سیاست برابرول وو.
 

 د افغان کډوالو له کوربه هیوادونو سره دمرستو او ملګرتیاؤ پیاوړتیا هم ددغې څلور اړخیزې غونډې یوه بله اصلی موخه وه چې په تفصیل سره پرې بحثونه او ارزونې وشوې.

 د کډوالو د څلوراړخیزې ناستې غړو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، څو د کډوالو په وړاندې او دغه راز د افغان کډوالو د مشکلاتو او لالهاندۍ د ختمولو لپاره دې پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړی. دوی همدرااز له کډوالو د نړیوال ملاتړ پر زیاتیدا،له کوربه هیوادونو دنړیوالې ټولنې پر ملاتړ، او د افغانستان د کډوالو په وضعّیت دجدی غور کولو په موخې سره د مرستو د تامینولو پر لوړتیا ټینګار وکړ.

 د ایران د کورنیو چارو د وزیر مرستیال ذوالفقاری په دغې غونډې کې د افغان کډوالو څخه دایران د څلورو لسیزو کوربتوب ته په اشارې سره ټینګار وکړ،اوس وخت رارسیدلی دی چې د اروپایانو پشمول نړیوال هیوادونه د کډوالو په وړاندې پخپلو مسئولیَتونو عمل وکړی. هغه همداراز په ایران کې کډوالو ته د بیلابیلو آسانتیاؤ پشمول افغان کډوالو په باب د ایران له مهمو اقداماتو ګډون کونکی خبر کړل او وې وئیل اسلامی ایران په کال کې دکډوالو لپاره کابو پنځه نیم لکه ویزې صادروی. هغه ټینګار کړی، اسلامی ایران، پاکستان او افغانستان د نړۍ لازیات ملاتړ ته اړتیا لری او په دې باب د ملګروملتو اړونده اورګانونه هم باید د کډوالو په وړاندې په دندو د عمل کولو په باب له نړیوالې ټولنې د ډ اډمنیدا لپاره لا اغیزشیندونکی فعالیتونه ترسره کړی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.