Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63777
تاریخ انتشار : چهار شنبه 29 غبرګولی 1398 ساعت : 16:25:08

خلیلزاد: د سولې هوکړه به یوازې د ځواکونو د وتلو پر سر نه وي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې، له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په لټه کې نه، بلکې د یوې هر اړخیزې هوکړې په لټه کې یوو.

زلمی خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې، ټاکل شوې ډیر ژر به په دوحه کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د خبرو اترو اووم پړاو پیل شي.

زلمی خلیلزاد یو ځل بیا هر اړخیزې هوکړې ته په اشارې په ټویټر کې لیکلي: «لکه څرنګه چې مونږ له طالبانو سره د خبرو د راتلونکي پړاو لپاره چمتوالی نیسو، دا یادونه مهمه ده چې، له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو په لټه کې نه، بلکې د یوې هر اړخیزې هوکړې په لټه کې یوو.»

زلمی خلیلزاد ټینګار کوي چې، د سولې هر اړخیزه هوکړه کې څلور سره تړلې موضوع ګانې شاملې دي.

نوموړي وویل: «د سولې هر اړخیزه هوکړه څلور سره تړلې برخې لري. ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډ، د ځواکونو وتل، بین الافغاني خبرې چې یو سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او یو هراړخیز او تلپاتی اوربند. دا هغه چوکاټ دی چې طالبان پرې موافق دي.»

د خلیلزاد دا وړ څرګندونې داسې مالومیږي چې، په قطر کې د طالبانو د وياند سهيل شاهين د هغو څرګندونو په غبرګون کې دي کوم چې نوموړي پرون په ټویټر کې وویل:«په مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپلې ټولې قواوې وباسي او په راتلونکې کې به په افغانستان کې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول لاسوهنه نه کوي.»

زلمي خلیلزاد د تېر کال اکټوبر میاشتې راپدېخوا شپږ ځلې له طالب استازو سله په دوحه کې خبرې وکړې، خو بیا هم سولې د ته درسېدو په برخه کې پاتې راغلل.

د خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو د خبرو اترو وروستی پړاو د مۍ میاشتې ۱-۹نېټې په قطر کې ترسره شو.

زلمي خلیلزاد د سولې خبرو اترو اووم پړاو د جون میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل کړ.

نوموړيد اووم سفر په لړ کې تردې دمه د افغانستان، بلجیم، پاکستان او جرمني هیوادونو له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

ټاکل شوې نوموړي به ددې سفر په لړ کې د قطر او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره له کتلو وروسته ډېر ژر په دوحه کې له طالب استازو سره د خبرو اووم پړاو پیل کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.