Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63778
تاریخ انتشار : چهار شنبه 29 غبرګولی 1398 ساعت : 16:40:18

وکیلانو بیا سره وخوړل؛ نن په جرګه کې څه تېر شول؟

د ولسي جرګې یو غړی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وویل، کله چې د دې جرګې غړي میرامان‌ الله ګذر غوښتل میررحمان رحماني د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ کېنوي، د وکیلانو ترمنځ اخ و ډب پیل شو.

د هغه په وینا، د ولسي جرګې غړي ګل‌رحمان همدرد او د جرګې یوشمېر نورو غړیو په تالار کې لانجه جوړه کړه چې له کبله یې الله‌ګل مجاهد بې‌هوښه شو او یوشمېر نور هم ټپیان شول.

د ولسي جرګې دغه غړی زیاتوي، اوس د ملي شورا د ساتونکیو په مداخله د وکیلانو ترمنځ اخ‌ و ډب کم شوی دی.

هغه وايي، وکیلانو د ولسي جرګې ځینې مېزونه او څوکۍ هم ماتې کړې دي.

د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ روانه لانجه نږدې دوه میاشتې وړاندې هغه مهال پیل شوه چې د جرګې د ریاست لپاره دویم پړاو ټاکنې وشوې او د ولسي جرګې لنډمهالي رییس میررحمان رحماني د جرګې رییس اعلان کړ. ټاکل شوې وه وکیلان نن د یوې لانجمنې رایې د سرنوشت روښانولو لپاره رایې وکاروي، خو د جرګې غونډه په تاوتریخوالي واوښته.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.