Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63783
تاریخ انتشار : جمعه 31 غبرګولی 1398 ساعت : 10:12:05

افغانستان په فوټسال کې د اسیایي جام پای‌لوبې ته ووت

د فوټبال اسیایي شورا د رسمي ټویټرپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنې ملي لوبډلې د ایران په کوربه‌توب د اسیا جام په «سیمي فاینل» لوبه کې اندونیزیا ته له یوې په زړه پورې لوبې وروسته ماتې ورکړه او پای‌لوبې ته ورسېده.

د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنې ملي لوبډلې له قانوني او اضافه دقیقو لوبې وروسته ۴ د ۳ ګولونو په وړاندې بریا ترلاسه او د ګډون کوونکیو لوبډلو په کتار کې لومړۍ لوبډله شوه چې فاینل ته ورسېده.

د یادونې ده چې دا د افغانستان د فوټسال په تاریخ کې لومړی ځل و چې ۲۰ کلنه فوټسال ملي لوبډله یې د اسیا فوټسال جام «فاینل» ته لار پیدا کوي.

د اسیا د ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالۍ په ایران کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون په‌کې د ۱۲ اسیایي هېوادونو د تر ټولو غوره ۲۰ کلنو فوټسال ملي لوبډلو برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې د روان جام په دویمه نیمه پای‌لوبه کې نن ایران د جاپان له ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې سره سیالي وکړي چې ګټونکې لوبډله به یې د افغانستان په وړاندې د اتلولۍ ګټلو لپاره فاینل ته لار پیدا کړي.

د یادونې وړ ده چې ارګ نن د یوی خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان ولسمشر محمداشرف غني له لوري په اسیایي فوټسال جام سیالیو کې د افغانستان ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې لوبې ستایلې دي.

ولسمشر دغه راز یو لوړپوړی پلاوی هم لېږلی چې په خپل موجودیت د ایران په تبریز ښار کې د افغانستان ۲۰ کلنه فوټسال ملي لوبډله وهڅوله او دغه راز یې هېواد ته په راستنېدو له دې لوبډلې سره د ځانګړې لیدنې خبر هم ورکړی دی.

د اندونیزیا په وړاندې له نننۍ بریا وړاندی افغانستان هانګ کانګ او تایلنډ ته هم ماتې ورکړې، خو په یواځینۍ لیګ لوبه کې یې له کوربه ایران نه ماتې خوړلې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.