Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63784
تاریخ انتشار : جمعه 31 غبرګولی 1398 ساعت : 10:20:24

سپاه پاسدارانو د ایران په فضائی حدودوکې د امریکابې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه

داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې د ایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی دیوې فوری خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی، دایران د فضائی حدودو خلاف ورزی سره کرښه ده او هیڅکله به چا د اسلامی ایران دفضائی حدودو د خلاف ورزۍ اجازت ورنکړی.

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو پرون سهار وختی د ایران په هرمزګان ولایت کې دایران په فضائی حدودو له تیری وروسته دامریکا ګلوبل هاؤک ډوله بې پیلوټه جاسوسی الوتکه نسکوره کړه.

 راپورښئ د اسلامی انقلاب دساتندویه ځواک په نننۍ اعلامیې کې راغلی دی، پرون سهار وختی د امریکا ګلوبل هاؤک ډوله بې پیلوټه الوتکه د ایران د اسلامی جمهوریت پر فضائی حدود له تیری وروسته د هرمزګان ولایت په کوه مبارک سیمې کې راڅرګنده شوه چې سملاسی د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک د شیشت په مینځ کې راغله او په ټک سره نسکوره شوه. په راپور کې وئیل شوی دی دغه بې پیلوټه جاسوسی الوتکه آر کیو-۴ډوله ده چې د امریکا د پوځ له خوا د جاسوسۍ او د هوائی او سمندری عملیاتو د اجرا لپاره کارول کیږی.

په راپور کې د اهم وئیل شوی دی، دغه بې پیلوټه الوتکه کابو تر دوویشت زره کلومیټرو پورې عملیات کولی شی او د آب وهوا په هرډول شرائطو کې ترې استفاده کیږی. ګلوبل هاؤک ډوله جاسوسی ډورن الوتکه له سونګو پرته تر دوویشت زره کلومیټرو پورې ګرځیدلی شی او له مځکې کابو تر اتلس کلومیټر لوړوالی باندې ګرځی او په یو لک مربع کلومیټر مساحت کې په ماډرونو کیمرو او تجهیزاتو سره نقشې او تصویرونه برابرولی او خپل مرکز ته ئې سملاسی لیږدولی شی او ددغې ډرون الوتکې بیّه هم کابو دوه سوه شل میلیون ډالره ښودل شوې ده.

داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې د ایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی دیوې فوری خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی، دایران د فضائی حدودو خلاف ورزی سره کرښه ده او هیڅکله به چا د اسلامی ایران دفضائی حدودو د خلاف ورزۍ اجازت ورنکړی.

همداراز دسپاه پاسدارانو دعمومی اړیکو د ادارې په وروستۍ خبرتیا کې ددغې الوتکې په باب نور جزیات هم خپره شوي او لیکل شوي دي،دغه ګلوبل هاؤک ډورن الوتکه نیمه شپه پاؤباندې دولس بجې د فارس خلیج په جنوب کې د امریکآئي پوځ له یوه پوځي مرکزه راپورته شوي او د سمندرکچ کونې د قوانینو په اپوټه ئې دځان دمعرفي کولو درست تجهیزات خاموش کړي او په نهایت کې په پټولو سره له هرمز تنګي د ایران د جنوب ختیځ چابهار په لور ئې خپل حرکت ته دوام ورکړ. په دغې اعلامیې کې زیاته شوې دغه آرکیو ۴ سی ډوله ډرون الوتکه بیا دستنیدا په وخت په جاسوسۍ او داطلاعاتو په غونډولو بوختیږي چې سهار وختي څلور بجې او پنځه دقیقې په داسې حال کې چې د ایران د ټاټوبی د هوائي حریم خلاف ورزي ئې کړې وه دسپاه پاسدارانو د هوافضا ضد د فاعي نظام په شیشت کې ورځي او په ټک سره رانسکوریږي


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.