Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63786
تاریخ انتشار : يکشنبه 2 چنګاښ 1398 ساعت : 16:07:47

افغانستان د فوټسال اسیایي جام نایب اتل شو

د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنې ملي لوبډلې په اسیایي جام سیالیو کې پای‌لوبه جاپان ته وبایلله او د ګډون کوونکیو لوبډلو په کتار کې یې دویم ځای خپل کړ.

د ایران په کوربه‌توب د اسیا ۲۰ کلنو فوټسال جام پای‌لوبه پرون د افغانستان او جاپان لوبډلو ترمنځ د ایران په تبرېز ښار کې وشوه چې زرګونه نندارچیان ورته ناست وو.

په پای‌لوبه کی د جاپان لوبډله له پیل نه برلاسې وه چې په لومړۍ نیمایي کې یې ۲ د ۰ بریا په وړاندې مخکې شوه او بیا یې په دویمه نیمایي کې درېیم ګول هم وواهه.

افغانستان د سیالۍ یواځینی ګول د لوبې په دویمه نیمایي کې وواهه چې جاپان له ټاکلي وخت وروسته ۳ د ۱ ګول په وړاندې په واضح اکثریت سره د اتلولۍ جام او لومړی مقام ترلاسه کړ.

د ایران په کوربه‌توب د اسیا په ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو کې د اسیا وچې ۱۲ غوره لوبډلو برخه اخیستې وه چې افغانستان په‌کې له پیل نه تر پایه ۲ ماتې او ۳ بریاوې ترلاسه کړې.

افغانستان د جاپان پر خلاف پای‌لوبه کې تر ماتې وړاندې د هانګ کانګ خلاف له لومړۍ بریا وروسته کوارټرفاینل ته لار پیدا کړه چې هلته یې ټایلنډ ته ماتې ورکړه او د اندونیزیا په وړاندې سیمي فاینل ته ورسېد او په‌دې سره یې یاده لوبډله هم فاینل ته د لارموندنې په موخه له ماتې سره مخ کړه.

افغان ۲۰ کلنې فوټسال ملي لوبډلې په پای‌لوبه کې د جاپان خلاف تر ماتې وړاندې یواځینۍ ماته په ډله‌ییزه سیالي کې د کوربه ایرانۍ لوبډلې خلاف خوړلې وه.

د یادونې ده چې د افغانستان ۲۰ کلنه فوټسال ملي لوبډله یو کال وړاندی جوړه شوه چې تېر کال هم په همدې سیالیو کې لوبېدلې وه، خو سږ کال یې په خورا پرمختګ سره دویم مقام ترلاسه کړ.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د اسیا په ۲۰ کلنو فوټسال جام سیالیو کې دویم مقام ګټل د لوبډلې لوبغاړیو، روزونکیو او ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده.

ولسمشر محمداشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د لوبډلې روزونکي عبدالرزاق ممرک ته له پای‌لوبې وړاندې د هڅونې په موخه جلا جلا ټیلیفونونه وکړل او پر کړیو لوبو یې وستایل.

دغه راز په اسیایي فوټسال جام سیالیو کې له غوره لوبو او دویم مقام ګټلو وروسته افغانستان له ۲ المپیک سیالیو نه یوازې ۲ د برونزو مډال ګټونکي وتلي افغان لوبغاړي روح‌الله نېکپا ملي لوبډلې ته خپل د برونزو یو مډال ډالۍ کړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.