Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63787
تاریخ انتشار : يکشنبه 2 چنګاښ 1398 ساعت : 16:15:09

ننګرهار کښې اته داعش ترهه ګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار چارواکي وایې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کښې اتو داعش ترهه ګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وويل د دغه  ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د زاوې په سيمه کښې تېره ورځ بې پيلوټه  الوتکې په داعش وسله والو بريد کړے، چې له امله يې دوه داعش تفکيريان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

سرچینه زیاتوي،  په دغه بريد کښې د داعش ترهه ګرې ډلې يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

په دغه بريد کښې عامه خلقو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان ندے اوښتی.

داعش تفکيري ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.