Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63788
تاریخ انتشار : يکشنبه 2 چنګاښ 1398 ساعت : 16:27:45

د سلطان محمود غزنوي پر زیارت برید ناکام شو

د غزني ولایت مرکز د روضې کلي اړوند سیمه کې دوو تنو وسله والو طالبانو غوښتل چې، د سلطان محمود غزنوي زیارت ته چاودنه ورکړي، خو موخې ته تر رسېدو وړاندې خپل ماین پرې چاودنه کړې ده.

د غزني ولایت د والي ویاند عارف نوري وویل، نن یک شنبه سهار دوو تنو وسله والو طالبانو غوښتل چې، د سلطان محمود غزنوي زیارت ته چاودنه ورکړي، خو موخې ته تر رسېدو وړاندې خپل ماین پرې چاودنه کړې؛ یو وسله وال طالب وژل شوی او یو بل ټپي دی.

دې ته ورته یوه میاشت وړاندې وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې د شمس العارفین په نوم زیارت ته چاودنه ورکړه، یاد زیارت یې په بشپړ ډول ویجار کړ.

غزنی یو له هغو ناامنه ولایتونو څخه دی چې، وسله وال طالبانو یې د ښار د دروازو په شمول په ډیری ولسوالیو کې فعال حضور لري.

بلخوا د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د یاد ولایت د اندړو ولسوالۍ په باغا کلي کې پرون مازدیګر شاوخوا (۵:۲۰) بجي پر وسله والو طالبانو چې د یوه ماین پر جوړولو بوخت وو، خپل ماین چاودنه کړي چې په ترڅ کې یې څلور (۴) تنه طالبان ځای پر ځای وژل شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.