Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63789
تاریخ انتشار : سه شنبه 4 چنګاښ 1398 ساعت : 16:38:07

د ناټو مشر له قریشي سره د لیدنې پرمهال په بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ

د ناټو عمومي منشي ‌ینس سټولټنبرګ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې، ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پیل شي.

‌ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.

د ناټو د خبرپاڼې پر بنسټ، ینس سټولټنبرګ له قریشي سره په خبرو کې وویل چې، پاکستان باید د افغانستان سولې بهیر کې رغنده رول ولوبوي ځکه چې، په وینا یې په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه دی.

د خبرپانې په ټکو، ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې، د ناټو غړي هېوادونه د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي.

‌همدارنګه ینس سټولټنبرګ وویل چې، د سولې له هوکړې وروسته به په افغانستان کې د ناټو سرتېرو دپاتې کېدو په اړه پرېکړه کیږي.

ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې، په افغانستان کې د ناټو سرتېرو پاتې کېدل د هوکړې تر محتوا پورې اړه لري او وینا یې دوی تر اوسه د سولې هوکړې محتوا نه ده لیدلې.

د نوموړي په خبره، د سولې هوکړې محتوا ته په کتو به په افغانستان کې د ناټو سرتېرو د شتون د څرنګوالي په اساس پرېکړه کیږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.