Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63793
تاریخ انتشار : جمعه 7 چنګاښ 1398 ساعت : 10:39:38

ولسمشر غني: پاکستان له طالبانو سره ټینګه اړیکه لري

ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، چې پاکستان له طالبانو سره ټینګه اړیکه لري.

ولسمشر غني، چې تېره ورځ( د چنګاښ ۷) پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی؛  د اسلام آباد  د ستراتیژیکو اړیکو په انستیتوت کې یې د وینا پر مهال  د اقتصاد او امنیت په ډګر کې له هغه هېواده د همکاریو غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني  پاکستان ته وړاندیز کوي، چې دواړه هېوادونه باید د همکاریو لپاره له هڅوونکې تګلارې ګټه واخلي او په راتلوونکې کې د ښو اړیکو جوړولو لپاره دواړه هېوادونه باید تېر هیر کړي.

ولسمشر ټینګار کوي؛ د اقتصاد او امنیت په برخو کې د پاکستان همکاري دواړو هېوادونو ته مهمې دي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ ډ‌ېره پیاوړې تړاو شته، مونږ  یې باید پر بشپړو پروګرامونو وپېژنو، چې  د نښتو پر ځای همکاریو ته مخه کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې اجرائیه رییس جینوا ته تللی او هلته یې د سولې بهیر دستراخوان غوړولی دی. عبدالله وایي، هیڅ افغان جګړه نه غواړي او په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ډېري خلک په خپل هېواد کې د تلپاتې سولې ملاتړي دي؛ خو له بده مرغه جګړه پر افغانانو تپل شوې ده.

اجرایي رییس را روانې ټاکنې د هېواد په ټیکاو او سوله کې ډېرې مهمې بولي او تمه لري، چې دا ټاکنې رڼې او عادلانه تر سره شي.

هغه وایي: مونږ هیله لرو، چې عادلانه او آزادې ټاکنې ولرو؛ ځکه مونږ فکر کوو، چې دا ډول ټاکنې به په هېواد کې د ټیکاو له رواستو او ټینګښت سره مرسته وکړي.

زیات کارپوهان په دې باور دي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولی شي.

وبه کتل شي، چې د ولسمشر سفر کولی شي پاکستاني چارواکي د سولې په بهیر کې رښتینې همکارۍ ته چمتو کړي او که نه؟


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.