Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63797
تاریخ انتشار : جمعه 7 چنګاښ 1398 ساعت : 10:47:28

دایکندي؛ د طالبانو په برید کې ۸ سرتېري وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

وسله‌والو طالبانو بېګاه شپه د دایکندي ولایت په کجران ولسوالي کې د امینتي ځواکونو پر پوستو برید کړی چې له کبله یې ۸ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د دایکندي د ولایتي شورا رییسه شیما رستمیان وايي، طالبانو د کجران ولسوالي پر امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي دي.

د نوموړې په وینا، په یادو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو ۳ پوستې هم سقوط شوې دي.

په همدې حال کې د دایکندي د والي ویانده سکینه احساني که څه هم د یادو بریدونو پخلی کوي، خو وايي، افغا امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه ولایت په شترلی ولسوالي کې د خپلسره وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

احساني زیاتوي، په دغو عملیاتو کې ۴ خپلسره وسله‌وال وژل شوي او د باقر مبلغ‌زاده په نوم د هغوی د یوه ډلمشر په ګډون ۶ وسله‌وال ټپیان او ۲ نور نیول شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.