Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63801
تاریخ انتشار : شنبه 8 چنګاښ 1398 ساعت : 15:22:56

په قطر کې د طالب او امریکایي استازیو د اووم پړاو خبرې پیل شوې

د قطر په دوحه کې د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۸) د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د اووم پراو خبرې پیل شوې.

ټاکل شوې دواړه خواووې پر اختلافي برخو بحث او خبرې وکړي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د نېټې ټاکل او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د دغه پړاو خبرو بنسټیز ټکي دي.

لدې مخکې یاد استازي شپږ ځلي ناست دي.

یوه میاشت مخکې شپږم پړاو خبرې د امریکا او طالبانو تر منځ تر سره شوې، چې ۹ ورځې روانې وې. په یاد پړاو کې پر څلورو برخو؛ د بهرنیو ځواکونو وتل، د ترهګرۍ ډاډ، اوربند او له حکومت سره د خبرو پر پیلیدو بحث او خبرې شوې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.