Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63804
تاریخ انتشار : شنبه 8 چنګاښ 1398 ساعت : 15:29:56

د دبۍ د باچا ښځه لندن ته تښتېدلې

د دبۍ باچا شیخ محمد بن راشد آل مکتوم یوه ښځه د خپلو دوه اولادونو په ملتیا لندن ته تښتېدلی او د جرمني څخه یې سیاسي پناه غوښتې ده.

د برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي میل د خبر سره سم د دبۍ د باچا ښځه هیا بنت الحسین او دوه ماشومان الجلیله ۱۲ کلنه او زاید ۷ کلن لندن ته رسیدلي او هلته په یوه نامعلوم ځای کې پټ دي.

د ورځپاڼې د راپور سره سم د دوی سره په تېښته کې یوې جرمنۍ دیپلوماتي مرسته کړې او په جرمني کې يې د پناه ورکولو وعده هم ورکړې ده.

ورځپاڼې ویلي چې د متحده عرب اماراتو او جرمني تر منځ دیپلوماتیکه شخړه هم را منځته کیدای شي، او د دبۍ باچا ښځه د خپل میړه څخه د طلاق غوښتنه هم لري.

باید وویل شي چې د دبۍ باچا محمد بن راشد چې د متحده عرب اماراتو د باچا مرستیال او رئیس الوزراء هم دی، د کورنۍ، ښځو او اولادونو په اړه یې وخت نا وخته خبرونه د رسنیو سرټکي ګرځي.

څه موده تر مخه د محمد بن راشد یوې لور «لطیفه» یوه ویډیو پر ټولنیزو پاڼو خپره کړې وه چې په هغې کې د خپل کورني حالت څخه پرده پورته کړې وه او ویلي وه چې ددوی سره په قصرونو کې ډیر ناوړه چلند کیږي، بندیاني ساتل کیږي او رنګا رنګ بدني او روحي تعذیب ورکول کیږي. لطیفه چې د هندوستان تر ګوا ښاره په قاچاق تللې وه، له هغه ځایه یو ځل بیا ونیول شول او تر اوسه یې درک نشته.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.