Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63805
تاریخ انتشار : شنبه 8 چنګاښ 1398 ساعت : 15:31:50

اردوغان د مرسي او خاشقجي یادونه د جي شل سرمشریزې غونډه کې هم وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په جاپان کې د جي شل سرمشریزې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته د وینا پر مهال وویل چې د مصر پخواني ولسمشر د مړینې په اړه باید تحقیقات وشي او همداسي د سعودي لیکوال جمال خاشقجي قاتلان باید په سزا ورسیږي.

نوموړي وویل هیواد یې نه قبلوي چې دغه دوه پيښې د نړیوالې ټولنې د ناستو ایجنډا نه وي.

اردوغان وویل: «د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي د مړیني ټول اړخونه باید وڅیړل شي»، مرسي په قاهره کې د محکمې د ناستې پر مهال د روانې میاشتي جون پر ۱۷مه نیټه ومړ.

نوموړي همداراز وویل، هیواد یې هیڅ کله نه قبلوي چې د لیکوال او ژورنالیست جمال خاشقجي د قتل پر جرم باندي پرده واچول شي.
جمال خاشقجي د تېر کال اکتوبر میاشتې پر دوهمه نیټه د سعودي کونسلګرۍ په دننه کې په استنبول ښار کې ووژل شو.

د الجزیرې د خبر سره سم نوموړي په دغه پېښه کې د لاندي کچې څخه بیا تر لوړې کچې د ټولو مجرمینو د محکمې غوښتنه وکړه او پر ملګرو ملتونو یې غږ وکړ چې خپل مسؤولیت دي ادا کړي.

نوموړي د سعودي پر ولیعهد محمد بن سلمان غږ وکړ چې د خاشقجي قاتلان دي محکمې ته وسپاري.

باید وویل شي چې د جي شل هیوادونو سرمشریزه غونډه د جاپان په اوساکا ښار کې روانه ده، او په څنډه کې يې اردوغان د امریکايي ولسمشر ټرمپ سره هم ولیده.

اردوغان وویل چې امریکا یې ستراتیژیک ملګری هیواد دی، هیڅ کله به د یوه ملګري هیواد په توګه د ایس ۴۰۰ میزایلونو په اختلاف کې پر دوی اقتصادي بندیزونه ونه لګوي.

ایس ۴۰۰ دفاعي میزایل سیسټم دی چې روسیې جوړ کړی او په اوس مهال کې د هوايي دفاع تر ټولو قوي سیسټم بلل کیږي.

ترکیه چې د ناټو غړی هیواد دی، د روسیې څخه یې د وسلو رانیول امریکا او غربي هیوادونه په قهر کړې او ټول هیوادونه پر ترکیه فشار واردوي چې له دغې سودا څخه تیر شي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان وویل چې د روسیې سره یې د ایس ۴۰۰ سودا نوره ماضي ده، دوی به پر ټاکلې وخت د روسیې څخه دغه سیسټم تر لاسه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.