Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63806
تاریخ انتشار : شنبه 8 چنګاښ 1398 ساعت : 15:34:49

معترضانو د پنجشېرـ کابل لویه لار وتړله

د پنجشېر سلګونو اوسېدونکیو د حمید خراساني د نیولو په اعتراض کې نن پنجشېرـ کابل لویه لار وتړله.

معترضان د کورنیو چارو وزارت له لوري د حمید خراساني نیول مغرضانه یادوي او وايي، نوموړي هېڅ جرم نه‌دی کړی.

دوی خبرداری وکوي، که غوښتنې یې و نه منل شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

په همدې حال کې لسګونه باروړونکي او د مسافرو موټر پر یاد سړک بند پاتې دی.

موږ وغوښتل په‌دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي په‌دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د پنجشېر امنیه قوماندان اسحاق تمکین سلام‌وطندار ته وویل چې یاد اعتراض د یوه پرېکړه‌لیک په لوستلو سره پای ته رسېدلی دی.

خو معترضان د نوموړي خبرې نه مني او وايي، لاریون یې تراوسه روان دی او یاده لویه لار هم تړلې ده.

حمید خراساني تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت ځانګړیو ځواکونو په کابل کې ونیوه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.