Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63808
تاریخ انتشار : يکشنبه 9 چنګاښ 1398 ساعت : 10:37:01

پاکستان د کرکټ په نړیوال کپ کې افغان ټیم ته ماته کړه

دپاکستان عماد وسیم د پاکستان په ګټلو کی ډیر مهم رول ولوبوه او مین اف دی میچ شو . وهاب ریاض هم په په ژوبله ګوته ډیر ښه لوبه وکړه .

دپاکستانی رسندویو له راپور سره سم  د کرکټ په نړیوال کپ کې  په ۳۶ میچ کی د پاکستان او افغانستان ترمینځ لوبه ډیره جالبه وه چی بالاخره پاکستان په وروستی اور کی افغانستان ته په دریو ویکټو سره ماته ورکړه  او سیمی فاینل ته یې د خپلې رسیدا یو بل خنډ له مینځه یوړ . دپاکستان عماد وسیم د پاکستان په ګټلو کی ډیر مهم رول ولوبوه او مین اف دی میچ شو . وهاب ریاض هم په په ژوبله ګوته ډیر ښه لوبه وکړه .

د نړيوال جام په ترڅ کې افغانستان پرون  خپله اتمه لوبه له پاکستان سره ترسره کړه. د لوبې پچه افغان  ټیم کپتان ګلبدين نايب وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

که څه هم ګلبدين نايب او رحمت شاه ښه توپوهنه پيل کړه، خو افغانستان ٢٧ منډې کړې وې چې ګلبدين نايب خپله ويکټه له لاسه ورکړه. نوموړي يوازې ١٥ منډې وکړې، همدا راز حشمت الله شهيدي هم بې د کومې منډې جوړولو وسوځېده او افغانستان په ٢٧ منډو دوه ويکټې له لاسه ورکړې.

د افغانستان لپاره اصغر افغان او اکرام عليخېل ښه ملګرتيا وکړه، دواړو د افغانستان منډې ١٢١ ته ورسولې، چې دغه مهال اصغر افغان هم وسوځېده، نوموړي ٤٢ منډې وکړې.

د افغانستان په مجموعي ١٢٥ منډو اکرام عليخېل هم وسوځېده، هغه ٢٤ منډې کړې وې.

نجيب الله ځدراڼ هم ښه توپوهنه وکړه او ٤٢ منډې يې جوړې کړې، همدا راز رحمت شاه ٣٥، سميع الله شينواري ١٩ ناسوځېدلې، محمد نبي ١٦، راشد خان ٨، مجيب الرحمان ٧ ناسوځېدلې او حميد حسن يوه منډه ترلاسه کړه.

د پاکستان له خوا بيا شاهين شاه اپريدي ٤ ويکټې ترلاسه کړې، عماد وسيم او وهاب رياض دوه دوه لوبغاړي وسوځول او يوه ويکټ شاداب خان هم واخيسته.

پاکستان د ياد هدف په تعقيب کې لوبه پيل کړه، خو د لومړي اور په دويم توپ باندې مجيب الرحمان د فخر زمان ويکټ واخيسته او پاکستان ته يې لومړى تاوان ورساوه.

تر هغه وروسته امام الحق او بابر اعظم د ٧٢ منډو ملګرتيا وکړه، خو دواړه محمد نبي اوټ کړل. امام ٣٦ او بابر ٤٥ منډې کړې وې.

د افغانستان مخکښ او تېز توپ اچوونکي حميد حسن يوازې دوه اورونه ترسره کړل او له هغه وروسته يو ځل بيا ټپي شو، چې له لوبې بهر کېناسته. دا د نوموړي وروستۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه وه.

د پاکستان څلورم لوبغاړى محمد حفيظ و چې مجيب الرحمان له مېدانه بهر کړ، هغه د پاکستان په مجموعي ١٢١ منډو وسوځېده او ١٩ منډې يې کړې وې. حارث سهېل بل لوبغاړى و چې ځان يې توپوهنې ته ساز کړى و او ٢٧ منډې يې کړې وې چې راشد خان يې ويکټ واخيسته.

د پاکستان لوبډلمشر سرفراز خان بيا د منډې هڅه کوله چې د نجيب الله ځدراڼ او اکرام عليخېل له خوا رن اوټ شو، سرفراز د پاکستان شپږم لوبغاړى و چې په ١٥٦ منډو وسوځېده، هغه ١٨ منډې کړې وې.

همدا راز د لوبې وروستي اور ته هم ګلبدين نايب راغى، په وروستي اور کې پاکستان ته د بريا لپاره شپږ منډې پکار وې. عماد وسيم او وهاب رياض توپوهنې ته ولاړ و.

ګلبدين لومړى توپ عماد وسيم ته وکړ او يوه منډه يې واخيسته، دويم توپ يې وهاب رياض ته وکړ او يوه منډه ترلاسه شوه، دريم توپ يې وسيم ته وکړ چې د مس فيلډينګ له امله دوه منډې لاړې او په څلورم توپ عماد وسيم څلوريزه ووهله او په لوبه کې يې بريا خپله کړه.

تر جالبې لوبې وروسته پاکستان په ٤٩.٤ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٣٠ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې په ٣ ويکټو ماته ورکړه.

د افغانستان له خوا مجيب الرحمان او محمد نبي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.