Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63809
تاریخ انتشار : يکشنبه 9 چنګاښ 1398 ساعت : 13:04:07

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دې پړاو خبرې دواړو اړخونو مهمې بللې دي

امریکایي چارواکو او وسله والو طالبانو دواړو غبرګو په قطر کې د امریکایي مذاکراتي ټیم او طالب استازو ترمنځ  د دې پړاو (اووم پړاو) خبرې مهمې بللې دي.

د امریکایي مذاکراتي ټیم او طالب استازو ترمنځ د اووم پړاو خبرې پرون شنبه د رواني میلادي میاشتې په ۲۹ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې دي، په مذاکراتو  کې دواړو ښکیلو اړخونو د ددغو خبرو په ترڅ کې پر ځینو مسائلو د پریکړو لپاره هیله مندې ښوولي ده.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس پرون شنبه د جون په ۲۹ مه  خبریالانو ته ویلي چې ښایي د دې اووم پړاو سولې په خبرو اترو کې له طالبانو سره  یوې هوکړې ته ورسیږي.

نوموړي هیله مندي ښوولي چې د قطر په دې پړاو ناسته کې به واړه لوري په خپلو منځونو کې پر ځینو مسائلو هوکړې ته سره ورسیږي تر څو د بین الافغاني خبرو لپاره لاره پرانیستل شي.

د امریکا سفیر څرګنده کړې چې په دې پړاو ناسته کې اندیښنې او غوښتنې په بشړه توګه ښکاره دي، امریکا په دې پړاو کې له طالبانو ضمانت غواړي چې افغانستان به د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي او  طالبان غواړي چې په دې پوهه شي چې امریکایي ځواکونه به کله او څنګه له افغانستانه وځي.

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبح الله مجاهد هم پرون شنبه په قطر کې د امریکایي مذکراتي ټیم او  د طالبانو د مرکچي پلاوي تر منځ د اووم پړاو مذاکراتو د پیلیدو خبر ورکړی دی.

نوموړي له  رسنیو سره په خبرو کې د دې پخلی کړی چې په دې پړاو کې به امریکایانوته په دې خاطر چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کاروله کیږي تضمین ور کول کیږي  او بل دا چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي به خبرې کیږي.

د وسله والو طالبانو ویاند هم د دې دور خبرې مهمې بللي او زیاته کړې یې ده چې ښایي پر ځینو مسائلو پریکړې هم وشي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.