Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63812
تاریخ انتشار : يکشنبه 9 چنګاښ 1398 ساعت : 13:57:48

ډونالډ ټرمپ د کیم جونګ اون په غوښتنه شمالي کوریا ته داخل شو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه تاریخي خو سیمبولیک اقدام کې نن یکشنبه د شمالي کوریا خاورې ته داخل شو.

ډونالډ ټرمپ او کیم جونګ اون د شمالي او جنوبي کوریاګانو تر منځ پر سرحد چې د ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۵۳ کلونو تر منځ تر جګړې وروسته وکښل شو لومړی روغبړ وکړ او وروسته ټرمپ او کیم جونګ دواړه شمالي کوریا ته داخل شول او عکسونه یې وویستل.

ډونالد ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د شمالي کوریا خاورې ته داخل شو.

د ټرمپ او کیم جونګ اون تر منځ دا غیر پلان شوی ملاقات تر هغه وروسته وشو چې پرون شنبه ټرمپ پر خپل ټویټر اکونټ شمالي کوریا ولسمشر ته بلنه ورکړه چې که د ده ټویټ ګوري نو په سرحد به د روغبړ لپاره ورسره وګوري.

ټرمپ همدارنګه د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته امریکا ته د تګ بلنه هم ورکړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.