Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63813
تاریخ انتشار : يکشنبه 9 چنګاښ 1398 ساعت : 14:02:35

د کمال ناصر اصولي ورور وژل شوی

د خوست د ګربز ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان او په ولسي جرګې د خوست استازي کمال ناصر اصولي ورور قدیرالله نن سهار وختي په خوست کې وژل شوی دی.

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدري د پېښې تایید کړی خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

سلام وطندار ته یوې سرچېنې ویلي چې قدیرالله نن سهار وختي د ګربز ولسوال ته روان و چې په لاره کې د ناڅرګنده وسله‌وال له خوا پر ډزو ووژل شو.

خو ځینې نورې سرچېنو رسنیو ته ویلي چې قدیرالله د ګربز د ولسوال عبدالحی ځاځي سره ستونزه درلودله او ولسوال له وسله والو کسانو سره د قدیرالله کور ته ورغلی او وژلی یې دی.

ویل کیږي چې قدیر الله په نشه‌یي توکو هم روږدی و او څه موده مخکې د علاج لپاره د کابل د معتادانو مرکز ته هم وړل شوې و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.