Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63814
تاریخ انتشار : دوشنبه 10 چنګاښ 1398 ساعت : 15:50:28

کابل ښار کې خونړۍ چاودنه

نن دوشنبه سهار د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند محمود خان پل سیمه کې موټر بم چاودنه شوې، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پیښه مني او وایي چې، نن سهار ۸:۵۵ بجې د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند سیمه کې لومړی موټر بم چاودنه شوې او وروسته بریدګر یوې ودانۍ ته د ننه شوي چې، اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو بریدګرو ترمنځ نښته دوام لري.

وسله والو طالبانو د برید پړه غاړه اخیستې ده. دغه ډله وایې، د افغانستان د ملي دفاع وزارت د لوجستيک او انجینرینګ مرکزونه یې په نښه کړي دي

یوې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې، د ملي دفاع وزارت پر یوه لوجیستیک مرکز موټر بم چاودنه شوې ده.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، تردې دمه د پیښې له سیمې شاوخوا ۱۰۵ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت وویل چې، د چاودنې له امله د دوو خصوصي ښوونځیو ښیښې ماتې شوې چې په ترڅ کې یې د ښوونځیو ۵۱ زده کوونکي ټپیان شوي دي.

د پیښې په اړه د بشپړو مالوماتو لپاره له مونږ سره پاتې شئ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.