Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63815
تاریخ انتشار : دوشنبه 10 چنګاښ 1398 ساعت : 15:52:42

یونما: د ولسمشرۍ ټاکنې او سوله زمونږ دوه مهم لومړیتوبونه دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یونما استازی تدامیچي یاماموتو وایي، د ولسمشرۍ ټاکنې او سوله دواړه د دغې ادارې لپاره مهم لومړیتوبونه دي.

د یونما د خبرپانې په ټکو: «د ټاکنو او سولې بهیرونو هیڅ یو یې باید د بل بهیر لخوا اغیزمن نشي او یا یې ټکنی کړي، دواړه بهیرونه باید په پوره زور او د ټولو ښکیلو برخه والو له ژمنتیا سره سم پرمخ ولاړ شي. په داسې حال کې چې ددغو مهمو بهیرونو ترمنځ روښانه اړیکې موجودې دي او دواړه یې دافغانستان پر راتلونکي ډیر زیات اغیز لري، ملګري ملتونه به په دواړو ډګرونو کې خپلې بشړې همکارۍ ته دوام ورکړي.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي: «د ولسمشرۍ ټاکنې چې د سپټامبر په اته ویشتمه پلان شوي، د افغانستان د ډیموکراتیک سیاسي جوړښت د مشروعیت د بیا ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه لحظه ده. د دغه مهم سیاسي بنسټ په اړه باید دا ډاډ رامنځ ته شي، چې رایې باوري او را وتونکې پایلې یې منل کیږي.»

د خبرپاڼې له قوله، یونما د سپټامبر په ۲۸ مه د ولسمشرۍ ټاکنو په برخه کې د ټاکنو له تنظیمونکو ادارو سره د تخنیکي لارښوونو له لارې د هرډول هڅو بشپړ ملاتړ کوي، ملګري ملتونه به د سولې په تړاو د هرډول هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.