Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63816
تاریخ انتشار : دوشنبه 10 چنګاښ 1398 ساعت : 15:53:41

ښایي تر راتلونکو دوو اونیو پورې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره سوله نږدې شوې او ممکن تر یوې او یا دوو اونیو پورې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، المان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیلیدو لپاره د زمینې برابرولو ژمنه او ضمانت کړی دی.

ښاغلی احمدي په دې اړه څه نه دي ویلي  چې د سولي بین الافغاني خبرې به چیرته کیږي، خو دومره یي وویل چې اندونیزیا، ازبکستان او جرمني هغه هېوادونه دي چې د بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره یې تیاری نیولی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسي حال کې د سولې په لړ کې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه څرګندونې کوي چې د رواني اونۍ د شنبې په ورځ قطر کې د طالب استازو او امریکایي دیپلوماتانو تر منځ د سولې د اووم پړاو خبرې پیل شوې دي.

په ورته وخت کې امریکایي چارواکو او د طالبانو ویاند دواړو اړخونو د دې پړاو خبرې مهمې بللې او زیاته کړې یې ده چې په دې دور کې به پر ځینو مسائلو پریکړه هم وشي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.