Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63818
تاریخ انتشار : دوشنبه 10 چنګاښ 1398 ساعت : 23:45:07

شاهین: د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال ویش تر اعلان وروسته له افغان لوري سره خبرې پیلیږي

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش تر اعلانیدو وروسته له افغاني جهتونو سره مذاکرات پیل کیږي.

قطر کې  د طالبانو د سیاسي دفتر  وياند سهيل شاهين تازه  پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:  کله چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو دوتلو مهالویش اعلان شي بیابه له افغاني جهتونو سره مذاکرات شروع کیږي خو دکابل له ادارې سره به دحکومت په حیث خبرې نه کیږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند په داسي حال کې له افغاني جهتونو سره د خبرو مسئله یادوي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې راوني دي.

په ورته وخت کې نن  د کابل ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د دفاع وزارت په یوه اړونده ریاست لومړی موټر بم برید شوی  او وروسته ور پسې وسله  واله  نښته رامنځته شوې چې تر دې مهاله لا  امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو بریدګرو په وژلو نه دي توانیدلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.