Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63820
تاریخ انتشار : پنج شنبه 13 چنګاښ 1398 ساعت : 15:57:07

په ښوونځیو کې د زده کوونکو ویښتان بیاتي کول منع اعلان شول

د پوهنې وزارت د جدي لارښوونې له مخې د ښوونځیو ښوونکي لدې وروسته نشی کولای په ښوونځیو کې د زده کوونکو ویښتان وربیاتي کړي.

د پوهنې وزارت د خبرپانې پربنسټ، د دغه وزارت سرپرست میرویس بلخي د مرکز او ولایتونو د پوهنې ټولو ریاستونو ته جدي لارښوونه کړې چې، لدې وروسته ښوونکي حق نلري چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو ویښتان بیاتي کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغه اقدام له مخې ښوونکو ته جدي لارښوونه شوې چې له دې وروسته دې د زده کوونکو لوی ویښتانه نه ور بیاتي کوي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوې، چې دغه اقدام د زده کوونکو د روحي او رواني زیانونو د مخنیوي په پار شوی دی او زیاتوي چې، زده کوونکو فکر کاوه چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو د ویښتانو قیچي کول د هغوی د سپکاوي په مانا دی.

دغه وزارت ټینګار کوي چې، د یادې مسلې د ښه حل په موخه د زده کوونکو د والدینو سره د نږدې همغږۍ له مخې ځانګړې کړنلارې په پلان کې لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.