Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63821
تاریخ انتشار : پنج شنبه 13 چنګاښ 1398 ساعت : 16:30:20

کرزي د ټرمپ د هغو څرګندونو پر ضد، چې افغانستان یې د ترهګرۍ لابراتوار ګڼلی، تند غبرګون ښوولی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه، چې افغانستان یې د ترهګرۍ لابراتوار په توګه یاد کړی، غبرګون ښوولی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرگندونو په اړه راغلي:” افغانستان د ترهگرۍ اصلي قرباني دی، هغه ترهګري چې د متحده ایالتونو د مبهم سیاسي او پټ مالي ملاتړ سره تړلې او قوي شوې ده. د امریکا له پراخ سیاسي، نظامي او استخباراتي حضور سره سره  په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور دې خبرې ښکاره ثبوت دي”. په دې اعلامیه کې د افغانستان د سولې راونې پروسې ته په اشاري ویل شوي چې په افغانستان  کې د تاوتریخوالي او جګړې زیاتیدل زمونږ د ستونزو د حل لاره نه ده بلکې د دې اوږدې جګړې د ختمیدو لپاره د سولې پروسې په افغاني کیدو او غښتلې کیدو ټینګار کولای شي دې ورانکارې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.