Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63822
تاریخ انتشار : پنج شنبه 13 چنګاښ 1398 ساعت : 16:33:32

امریکایي سندرغاړې” نیکي میناج ” د سعودي په جده ښار کې د موسیقۍ کانسرت ور کوي

د امریکایي رپ موسیقۍ ښځینه سندرغاړې “نیکي میناج ” د سعودي عربستان  جده ښار په نړیوال نندارتون کې د موسیقۍ کانسرټونه ورکوي.

ټاکل شوې دغه امریکایي سندرغاړې د سعودي عربستان په یاد ښار کې د رپ موسیقۍ کانسرت د روانې میلادي میاشتې په ۱۸ مه وړاندې کړي.

دغه امریکایي ښځینه سندرغاړې کانسرتونو کې د ډېر بې ستره کالیو په اغوستلو او د سکسي سندرو په ویلو کې خورا مشهوره ده.

په سعودي عربستان کې د هنري فعالیتونو په پلمه د دغسې کانسرټونو وړاندې کیدل د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دهغو پلانونو یوه څنډه ده چې غواړي په سعودي عربستان کې د اقتصادي ودي په خاطر د سیلانیانو تګ راتګ ته لاره هواړه کړي.

په سعوي عربستان کې د دغسي کانسرتونو تر سره کیدل په ټولنیزو رسنیو کې د هیښتیا، تاوده بحثونه او ګڼ غبرګونه راپاورلې دي.

د ټولنیزو رسنیو ځیني کارونکي په سعودي عربستان کې د دغسې میلو تر سره کیدل نامناسب بولې او ځیني یې بیا دغلته د افراطیت او سخت دریځي پر وړاندې ښه ګام شمیري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.