Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63823
تاریخ انتشار : پنج شنبه 13 چنګاښ 1398 ساعت : 16:35:00
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

اوس هغه وخت را رسیدلی چې په افغانستان کې جګړه ختمه او سوله ټینګه شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر خپله ټویټر پاڼه، د افغانستان د سولې روانو خبرو ته په اشارې ویلي چې اوس هغه وخت را رسیدلی چې په افغانستان کې جګړه ختمه او سوله ټینګه شي.

ښاغلی پامپیو زیاتوي،: ” له څنګه چې ما کابل ته دخپل وروستي سفر په لړ کې روښانه کړه چې، اوس هغه وخت را رسیدلی چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، امریکا په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره ژمنه ده او د هغه چا ملاتړ کوي چې سولییز افغانستان غواړي”.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې توټیري پیغام کې د کابل وروستي خونړۍ برید ته په اشاري ویلي چې، دا د افغانانو حق دی چې په هېواد کې یې تاوتریخوالي ته نور د پای ټکی کیښودل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.