Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63825
تاریخ انتشار : پنج شنبه 13 چنګاښ 1398 ساعت : 16:47:37

د حضرت بي بي معصومه (س) ميلاد دې ټولو ته مبارک وي

د اوم امام حضرت امام موسی کاظم (ع) قدرمنه لور حضرت بي بي معصومه (س) چې  د ۱۷۳ هجري قمري کال د ذي القعدې يا ميانې د مياشتې په وړومبۍ نېټه دنيا ته راغله فضائلو يوه نمونه وه.


د حضرت بي بي معصومه د نيکمرغه زوکړې کليزه
سره له دې چې حضرت امام موسي کاظم عليه السلام له حضرت فاطمه معصومه سلام ا..عليها پرته نوره لوڼې هم درلودې ، خو په هغو ټولوکې دغې بزرګوارې بي بي لوړ امتيازونه درلودل  حضرت معصومه بي بي د امام موسي کاظم په بچيانو کې له خپل ورور امام رضا عليه السلام وروسته دوهم لوړ مقام درلودهّ .

 پيړۍ پيړۍ کيږي چې په ايران کې په قم ښآر کې يوسپيڅلي حرم دهغولکونو زيارتوالو اوعاشقوانسانانودزيارت ځاي دي چې دنړۍ له ګوټ ګوټه ورته ورځي .په دغه نوراني حرم کې داسلام دګران پيغمبرحضرت محمدمصطفي ديوې پاکې لمسۍحضرت بي بي معصومه سلام ا... عليهاويده ده .داپاکه بي بي درسول ا....بزرګوار يوه لمسۍاودمام موسي کاظم عليه السلام لوراودامام رضا عليه السلام خور ده .په ايران کې ددغې پاکې بي بي شتون يوبل وياړ ؤ چې دغه ټاټوبي ته دهغې بزرګوارې دورورامام رضا عليه السلام له راتلووروسته دايرانيانونصيب شو .نن دحضرت بي بي معصومه سلام ا.... عليها دنيکمرغه زوکړې کليزه ده.

 هغه بي بي چې د ايمان او پاکۍ يوه ځلانده ستورې دي . د دغې پاکې بي بي د نيکمرغه زوکړې په مناسبت  پر محمد او آل محمد درود اوس لام ليږو او دغه نيکمرغه ورځ د اهل بيت عليهم السلام ټولو مينه والو په تيره بيا تاسوخوږومينه والو ته نيکمرغه غواړو .

اسلام ته په کتوکې د سړي  او يا  ميرمن کيدا معيار او يا برلاسي نه دي، د اسلام له پلوه انسان دي او د قرآن د ايتونو په اساس د سړي او ښځې ترمينځ هيڅ  امتياز او برلاسه کيدا نشته . د قران له نظره،خورا غوره انسانان له ټولوباتقوا کسان دي ، د سړي او ښځې پشمول ټول د کمالاتو څّوکو ته رسيدلي شي او د ايمان او صالح عمل په سيوري کې حيات طيبه او لوي انعام ترلاسه کولي شي . دې موضوع ته په پآم سره هماغه ډول چې د پيِغمبرانو او امامانو په شان کسان د نورو لپآره غوره بيلګې دي ،د فرعون د ماندينې آسيه ،مريم ،خديجه ،فاطمةالزهرا،زينب کبري او فاطمه معصومه په څير لويې ميرمنې هم د ټولو په تيره د ميرمنو لپاره اسوه او غوره بيلګې شميرل ګيږي . د دغو لويانو د ژوند د ژوند تاريخ  او علمي او عملي سيرت مطالعه د نيکمرغۍ لټونکو لپاره مناسب مشق دي .

حضرت فاطمه معصومه بي بي په ۱۷۳ قمري کال کې په مدينې منورې ښار کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې . سره له دې چې حضرت امام موسي کاظم عليه السلام پر دې سربيره  نوره  لوڼه  هم درولودې،خو په هغوي ټولو کې حضرت معصومه بي بي خاص او لوړ امتيازونه درلودل .دغه پاکې بي بي له حضرت امام رضا وروسته د امام موسي کاظم په نورو  بچيانو کې لوړ روحي کمالات او شخصيت درلود. هغې د خپل پلار او ورور  بزرګوارانو تر نظر لاندې په ډير لڼد ممکن وخت کې د علمي ودې لاره کچ کړه .د دغه علمي احاطې مثال هغه کيسه ده چې د هغې د ژوندپه باب نقل شوې ده او هغه داچې له يوه ليرې پراته ټاټوبي د اهل بيت عليهم السلام يو شمير مينه وال مدينې ښار ته داخل شول څو له امام موسي کاظم څخه څو پوښتنې وکړي . دا کار په اسلامي دود کې يوه عامه روده وه چې هرکال د کال په يوه مشخص وخت کې به يوه ډله مکې او مدينې ته تلله څو ديني پوښتنې اوخپلي شرعي دندې وپوښتي او خپلې پيسې امام ته وروسوي .

کاروان مدينې ته له رسيدو وروسته د امام بزرګوار دکور په لور لاړ . ستړي مسافران کله دامام کور ته ورسيدل نو متوجه شول چې هغه بزرګوار په سفر تللي دي .په دې ډير خپه شول چې نه يې امام وليد او نه يې ترې خپلې پوښتنې وکړې ،د سفر کړاؤ يې دوه چنده شو . پر کاروان سخته چپتيا خوره شوې وه ، دوي د بيرته ستنيدو نيت درلود،په همدې وخت يوه سترمنه اوحياداره جينۍدامام له کوره راووتله،نوچپتياماته شوه .هغې دکاروان له کسانووپوښتل څو خپلې پوښتنې مطرح کړي .هغه سترمنه اوحياداره جينۍله بي بي معصومه پرته بل څوک نه وه . هغې بي بي پوښتنې واوريدې اوپه ډير دقت سره يې دهريوه ليک ځواب وليکهّ  او بيا يې ليکونه او پوښتنې هغوي ته بيرته ورکړې . د کاروان کسان حيران ووچې دومره کم عمره جينۍ د هغوي د ټولو فقهي پوښتنو ځوابونه ورکولي شي .کاروانيان بيرته په ستنيدا وو چې امام موسي کاظم عليه السلام يې وليدهّ چې له سفره راستون شو .په ډيرې ليوالتيا سره د اما م  په لور ورغلل او امام بزرګوار ته يې د معصومه بي بي ليکل شوي ځوابونه وښودل . امام موسي کاظم عليه السلام چې ليکونه ئې پرانيستل نوله خوشالۍ يې مخ نور هم وغوړيدهّ .د کاروان کسانو ته يې مخ واړوهّ او په مسکا سره يې درې ځله وفرمايل: پلار ترې قربان شه.

د يادونې ده چې له نن يعنې د جولائۍ له څلورمې نېټې نه د همدې جولائۍ د مياشتې تر څوارلسمې  پورې چې د حضرت امام رضا (ع) د ميلاد نېټه ده په ټوله دنيا کښې د کرامت لسيزه نومولې شوې ده چې په دغو لسو ورځو کښې د ايران په شمول د نړۍ په مختلفو سيمو کښې مختلف پروګرامونه ‎، محفلونه او غونډې جوړيږي. مونږ د نن ورځې يعنې د بي بي معصومه (س) د ولادت او د کرامت د لسيزې د شروع کېدو په موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بيا تاسو قدرمنو اورېدونکو او د محمد (ص) او هغه حضرت د اهلبېتو (ع) محبانو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.