د حج د فریضې په اهمیت د رهبرۍ د ستر مقام ټینګار
حضرت ایت ا... العظمی امام سید علی خامنه ای په همدې لړ کی له مشرکینو برایت یوه اسلامی فریضه او لازم کار وباله . داسلامی انقلاب معظم لارښود په عین حال کی ټینګار کړی، د دینی سیاسی خوځښتونو ترڅنګ شیطانی اوغیر دینی سیاسی اقدامات هم شته دی،لکه دا چې ووائی ، په حج کې په امریکا اعتراض مه کوئ اویا له مشرکانو څخه کرکه اوبراءت مه کوئ .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی امام سید علی خامنه ای د شورو په سهار د حج د کارګزارانو او چاروالو سره په کتنه کی د حج فریضه د اسلام د ستاینې وړ له ارزښتونو ممتازه او استثنایی ټولګه وبلله .
په دغه کتنه کی چی د بیت ا... الحرام د زایرینو د ورلیږلو د پیلیدا په درشل کی شوی ده ، د رهبرۍ ستر مقام حج د برتره اسلامی ټولنې یوه وړکوټی نمونه او د نوی اسلامی تمدن سمبول وبلله .
د رهبرۍ ستر مقام په دی زمینه کی په خپلو ویناو کی د وحدت ، وروګلوی ، برابری ، په عرفات ، مشعر الحرام او منا کی د ولسی غونډې او تحرک ، طواف او سعی په شان مهمو اړخونوته اشاره وکړه .
حضرت ایت ا... العظمی امام سید علی خامنه ای په همدې لړ کی له مشرکینو برایت یوه اسلامی فریضه او لازم کار وباله . داسلامی انقلاب معظم لارښود په عین حال کی ټینګار کړی، د دینی سیاسی خوځښتونو ترڅنګ شیطانی اوغیر دینی سیاسی اقدامات هم شته دی،لکه دا چې ووائی ، په حج کې په امریکا اعتراض مه کوئ اویا له مشرکانو څخه کرکه اوبراءت مه کوئ .
د مسلمانانو د وحدت تجلی بی شکه د حج د فریضې بوه مهمه سیاسی جلوه ده . له مشرکیینو د برایت په دستورو کی هم مسلمانان د اسلامی امت عظمت او په الهی قدرت تکیه د بد غواړو او دښمنانو لپاره جوتوی . له دې اړخه حج د اسلامی امت د منلو وړ په تیره بیا د فلسطین د موضوع په اړه د د دریځونو د اعلانولو او د ګواښونو اواسلامی امت پرضد د دښمنیانو په اړه د حقایقو د بیانولوفرصت دې .
په اړوسنیو شرایطو کی هم په اسلامی هیوادونو او سیمه کی د امریکا له شرارته ډک شتون ، لاسوهنې او د تکفیری ترهه ګرو ډلو رامینځته کول هغه مسلې دی چی هماغه راز د اسلامی نړۍ په جغرافیې یې سیورې غوړلې دې . پر دې اساس د خدای د کور زایرین حج ته په سفر کی د دغو ګواښونو په اړه د اسلامی نړۍ د دریځونو او پیغام رسولو دروند مسولیت پر غاړه لری .
حضرت ایت ا... العظمی امام سید علی خامنه ای ټینګار وکړ له مشرکانو څخه براءت ، ټوله د اسلامی تعلیماتو په اساس او سیاسی چارې دی ، پر دې اساس ، دحج سیاسی اړخونه هماغه دینی دندې او عبادت دی .
بی شکه توحیدی حج ، په عرفات ، مشعر الحرام او منا کې د مسلمانانو غونډیدا درست له ټولو شیطانی سمبولونو د بیزارۍ او برایت له نښو نښانو دی . هماغه ډول چی د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه له اسلامی حقایقو سره د امریکا اونورو مستکبرانو ژورې دښمنۍ ته په اشارې سره هم وفرمائیل ، په مسلمانو ملتونو د نړۍ د سرزورو وحشی ډ وله امنیتی،اقتصادی،کلتوری او سیاسی یرغلونه ، له اسلامی معارفو سره د هغوی د دښمنۍ د ژور والی ښودنه کوی .
په داسې حساسو شرایطو کی له مشرکینو د برایت دستورو ترسره کول بی شکه د اسلامی حقایقو د بیانولو لپاره ارزښتمن فرصت دی .
د حج په سیاسی اړخونو سربیره د رهبرۍ ستر مقام د خپلو ویناو په بله برخه کی د حاجیانو د امنیت موضوع ته په اشارې سره وفرمایل دسعودی حکومت دې د حاجیانو د عزت ،احترام ، دساتنې او د چاپیریال له امنیتی کولو پرته د حاجیانو د امنیت دتامینولو لپاره درندې دندې په غاړه لری .
د حج د مناسکو په دوران کی د درستو حاجیانو په تیره بیا ایرانی حاجیانو لپاره د کرامت ، امنیت او عزت ساتل د اسلامی ایران یوه جدی او همیشنۍ غوښتنه ده . پر دغه ټکی ټینګار د دغه مسولیت یادونه کوی چی د حج امنیت د عربستان د حکومت پر غاړه دې چی حرمین شریفین یې اختیار کی دی ، په تیره بیا دا چی عربستان په دې زمینه کی په تیرو کلونو کی نه جبرانیدونکی تیروتنې کړی دی .