Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63828
تاریخ انتشار : شنبه 15 چنګاښ 1398 ساعت : 20:31:25

په دوو میاشتو کې د حکومت او طالبانو لومړنۍ هوکړه

د امریکا او طالب استازیو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرو اترو اووم پړاو او قطر ته د بین‌الافغاني سولې خبرو اترو غونډه کې د ګډون په موخه د پخوانیو چارواکیو، جهادي او سیاسي ګوندونو استازیو، د مدني بنسټونو او رسنیو استازیو له سفر سره هم‌مهاله، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په راتلونکیو دوو میاشتو پورې به له طالبانو سه د سولې خبرو اترو لومړنۍ هوکړې ورسېږي.

د سټراټېژیکو اړیکو په چارو کې د لسمشر ستر سلاکار وحید عمر د ولسمشر د ویاند په توګه د صدیق صدیقي د پېژندنې په غونډه کې وویل، افغان حکومت د نړیوالو په مرسته ډېره هڅه کوي چې د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي او له طالبانو سره تر لومړنۍ هوکړې وروسته به له یادې ډلې سره د حکومت جدي خبرې پيل شي.

د نوموړي په وینا، افغانستان هغه مهال تلپاتې سولې ته رسېږي چې حکومت د ولس په استازولۍ په دغو خبرو اترو کې استازولي وکړي.

وحید عمر زیاتوي، د تلې پر شپږمه د ولسمشري ټاکنو کول حتمي دي او حکومت به د سولې بهیر او ټاکنې په پوره جدیت سره پر مخ یوسي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.