Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63829
تاریخ انتشار : شنبه 15 چنګاښ 1398 ساعت : 20:32:47

معترضانو په کابل کې د پل‌خشک سړک اخېړ کړ

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکیو د مسوولو بنسټونو او ملي یووالي حکومت د نه پاملرنې په غبرګون کې اعتراض وکړ او د پل خشک – قلعه قاضي سړک یې اخېړ کړ.

د کابل ښار دیارلسمې ناحیې اړوند دشت برچي سیمې یوشمېر اوسېدونکیو د پل‌خشک – قلعه قاضي سړک خرابوالي ته د حکومت نه پام په غبرګون کې اعتراض وکړ او دغه سړک یې اخېړ کړ.

 د کوڅې ځایي وکیل طاهر خلیلي وايي، خلکو د تبعیض، د ملي یووالي حکومت او کابل ښاروالي د کم‌کارۍ له امله د اعتراض په توګه دغه سړک اخېړ کړ.

د کابل ښار د لوېدیځې څنډې اوسېدونکي احمد او سیدمحمد وايي، سره له دې چې دوی څو ځله د دغه سړک د جوړېدو غوښتنه کړې، خو چارواکیو پرې غوږ نه‌دی ګرولی. د دوی په وینا، کابل ښاروالي باید د دوی ستونزو ته پام وکړي او سړک ورته جوړ کړي.

خو د کابل ښاروالي ویانده نرګس مومند وايي، د کابل ښاروالي رغنیزو پلانونو ته په کتو دا پروژه عملي کېږي، خو دغو سړکونو ته د نه رسېدو اصلي لامل د ښاروالي بودیجې کموالی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر مدني فعالانو هم تر دې وړاندې د دشت‌برچي سړک وضعیت ته د حکومت پر بې‌پامۍ نیوکه کړې وه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.