Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63830
تاریخ انتشار : يکشنبه 16 چنګاښ 1398 ساعت : 16:16:13

غزني ښار کې موټر بم چادونه شوې

په سیمه کې د یک تلویزیون د خبریال د خبر له مخې، نن یک شنبه سهار شاوخوا ۸:‌۳۰ بجې د غزني ښار په شامیر سیمه کې د ملي امنیت د یوې حوزې تر څېرمه موټر بم چاودنه شوې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، د غزني ښار اړوند شامير سيمه کې د ملي امنيت پر شپږمې حوﺯې په ننني موټر بم چاودنه کې ۲ امنيتي منسوبين او۲ ولسي وګړې وژل شوي ، ۹ امنيتي منسوبين او ۸۷ تنه ملکي وګړي ټپیان دي.

د عارف نوي له قوله، ډېری ټپیان د ښوونځي زده کوونکي دي ځکه چې په وینا یې چاودنه د ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې رامنځته شوې او له امله یې ګڼ شمېر کورونه هم زیانمن شوي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارتویاند وحید الله مایار وویل، په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷۹ تنه نور تپیان دي. همدارنګه نوموړې زیاته کړه چې، یو شمېر ټپیان د درلمنې لپاره کابل ته لیږدل شوياو په وینا یې ډیری ټپیان ولسي وګړي دي.

وسله والو طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.