Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63832
تاریخ انتشار : دوشنبه 17 چنګاښ 1398 ساعت : 16:40:50

ملي امنیت له داعش سره د همکارۍ په تور د کابل پوهنتون دریم استاد مبشر مسلمیار هم نیولی

د افغانستان  ملي امنیت ریاست له لوري د کابل پوهنتون د دوو  استادانو مولوي معروف راسخ او عبدالظاهر داعي له نیول کیدو وروسته د کابل پوهنتون دریم استاد مبشر مسلمیار هم له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور نیولی دی.

د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي چې ملي امنیت د عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو د کابل ښار اړونده سیمو کې د داعش ډلې د جلب و جذب د مسؤلینو او د تروریستي حملو د سازمان ورکوونکو د نیول کېدو لپاره د عملیاتو په لړ کې کابل پوهنتون دغه دریم  استاد نیولی دی.

د ملي امنیت له لوري رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې د کابل پوهنتون د استاد مبشر مسلمیار په ګ‌ډون د پوهنتون د دوو فارغ التحصیلانو احمد طارق او احمدفاروق نیول کیدو خبر هم ورکړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې احمد طارق او احمد فاروق اعتراف کړی چې د کابل پوهنتون د درې استادانو، ظاهرداعي، معروف راسخ او مبشر مسلمیار له‌خوا، د اسلامي دولت ډلې «داعش » ته جلب و جذب شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.