Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63833
تاریخ انتشار : دوشنبه 17 چنګاښ 1398 ساعت : 16:43:34

بین‌الافغاني خبرې اترې؛ ګډه کمېټه جوړه شوه

د افغان سولې د بین‌الافغاني خبرو اترو په لړ کې د نن ورځې تر غرمې پورې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ ګډه کمېټه جوړه شوه.

عبدالسلام حنفي، شهاب‌الدین دلاور او امیرخان متقي د طالبانو په استازولۍ او رنګین دادفر سپنتا، نادر نادري، لطف‌الله نجفي‌زاده، حبیبه سرابي او عمر زاخېلوال هم د افغان پلاوي په استازولۍ د یادې کمېټې غړي دي.

دغه کمېټه به د نن ورځې تر پایه د بین‌الافغاني غونډې پرېکړه‌لیک جوړ کړي.

ویل کېږي چې دغه پرېکړه‌لیک د بین‌الافغاني خبرو اترو د دوام د تضمین لپاره جوړېږي.

بین‌الافغاني خبرې اترې پرون هغه مهال په دوحه کې پیل شوې چې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ اووم پړاو خبرې اترې لا پای ته نه‌دي رسېدلي. دغه غونډه د دې لامل شوه چې د دواړو لوریو ترمنځ اووم پړاو خبرې اترې دوه ورځې وځنډېدلې.

د افغان پلاوي استازیو له سلام‌وطندار سره په خبرو کې یاده غونډه ښه یادوي او وايي، دواړو لوریو د پرون او نن ورځې په بحث کې ډېر ګډ ټکي لرل او پر اختلافي مواردو هم په ښه ډول خبرې اترې وشوې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.