Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63836
تاریخ انتشار : سه شنبه 18 چنګاښ 1398 ساعت : 17:55:33

خلیلزاد، حکومتي چارواکو او طالبانو ته، د سولې د ګډ تفاهم موندلو له امله مبارکي ویلې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او  په قطر کې د امریکایي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه د شپې ناوخته لیکلې چې اوس نیمه شپه ده او د سولې بین الافغاني کانفرانس په مثبته فضأ کې پای ته ورسیده، نوموړي د دې کنفرانس د مثبت پای ته رسیدو او د حکومتي چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې ګډ تفاهم موندلو امله خوښ دی او دواړو لوریو ته یې مبارکي ویلې ده.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه زیاتوي،:” زه ټولو ګډونوالو، د افغاني ټولنې د ټولو نسلونو استازو، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ته د ګډ تفاهم موندلو مبارکي وایم. زه د قطر او آلمان څخه د دې کانفرانس د تنظیمولو مننه کوم”.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.