Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63837
تاریخ انتشار : سه شنبه 18 چنګاښ 1398 ساعت : 17:59:44

بغلان؛ په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

دا پېښه بېګاه شپه د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په «کُتب‌خېل» سیمه کې شوې ده.

په بغلان کې امنیتي سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د دغه خبر د تایید ترڅنګ، سلام‌وطندار ته وویل، امنیتي ځواکونو له هغه وروسته چې طالبانو د سرتېریو درې پوستې ونیولې، د پلخمري ښار پر درې سیمو هوايي بریدونه وکړل چې له کبله یې د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی اسدالله شهباز وايي چې په یاد برید کې یوه ښځه له خپلو ۶ بچیانو سره وژل شوې او خاوند یې هم ټپي دی.

شهباز په‌دې برخه کې د څېړنو د پیل خبر ورکوي.

نوموړی زیاتوي، طالبانو پرون د بغلان ـ کندوز پر لویه لار په حومه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي وو چې تر نن سهاره یې دوام وکړ او له کبله یې ۳ پوستې د طالبانو لاس ته وغلې دي.

 اوس د دغو قربانیانو خپلوانو د بغلان ـ کندوز او بغلان ـ مزارشریف لویې لارې تړلي او د پېښې څېړل غواړي.

د بغلان امنیتي ځواکونه بیا په‌دې برخه کې خبرو کولو ته حاضر نه شول.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.