Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63838
تاریخ انتشار : چهار شنبه 19 چنګاښ 1398 ساعت : 16:40:12

ولسمشر غني: د سولې په اړه جدي اراده لري، څوک باید په دې اړه شک ونه کړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه د څنګاښ په ۱۹ مه، له فساد سره د مبارزې په تړاو د اروپایي ټولنې پنځم کلني کنفرانس ته په وینا کې ویلي چې د سولې په اړه جدي اراده لري څوک باید په دې اړه شک ونه کړي.

ولسمشر غني دې کنفرانس ته په خبرو کې زیاته کړې چې تر بل هر مهاله اوس سولې ته شرایط برابري شوي باید له دې برابر شوو شرایطو څخه پوره ګټه پورته شي.

هغه څرګنده کړه چې دغه فرصت له لاسه ورکول به ستر مسؤلیت وي.

نوموړي د خبرو په دوام دا هم وویل چې سولې ته رسیدو لپاره باید ټینګه اداره موجوده وي ځکه د سولې لار قیر سړک نه دي، بلکې لوړې ژورې لري.

ده وویل: :”د سولې لار هوار قیر سړک نه دی او زموږ سره مرسدیز بینز نه دی چې په ۱۲۰ رفتار کې ولاړ شو، د سولې لار به لوړې ژوري لري، ستونزې به لري، مګر ټینګه اراده باید موجوده وی چې پر دغه لوړو ژورو باندې تیر سی او سولې ته ورسېږو.”

ولسمشر غني په داسي حال کې د سولې په اړه دغه څرګندونې کوي چې قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې پرون ورځ ناوخته او د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې بین الافغانې غونډه وړمه ورځ په قطر کې پای ته ورسیده.

د افغان حکومتي چارواکو، مدني او سیاسي فعالانو او د وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د بین الافغاني غونډې تر پای ته رسیدو وروسته د دې غونډې ګډونوالو یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه چې پکې د نورو غوښتونو ترڅنګ پر بین الافغاني خبرو ټینګار، د تاوتریخوالې کمېدو او د صفر کچې ته د ملکي مرګ ژوبلې راټیټولو غوښتنه هم شوې وه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.