Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63839
تاریخ انتشار : چهار شنبه 19 چنګاښ 1398 ساعت : 17:00:50

د ۱۳۹۸ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

د لوړو زده کړو وزارت نن چهار شنبه د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د ۱۳۹۸ تعلیمي کال د کانکور ازمویني پایلې اعلان کړې.

په سږني کانکور ازموينه کې احمد راشد د نصیر احمد زوی د هرات ولایت د افغان ترک لیسې فارغ زده کوونکي تر ټولو لوړې ۳۵۰،۲۵ نمرې اخیستې.
دوهم کس د غزني ولايت اوسېدونکی سید حسین دی چې ۳۴۶،۸۵ نومرې،
درېیم کس هم د کابل ولایت اوسېدنکی قاسم علي دی چې ۳۴۵،۱۶ نمرې،
څلور کس هم د هرات ولایت اوسېدونکی سید شعیب ۳۴۵،۱۴ نمرې،
او پنځم کس الهام د کابل ولایت اوسېدونکي ۳۴۵ نمرې ګټلې دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له‌ مخې، سږ کال د کانکور ازمويني لپاره یولک ۸۹ زره ۳۲۹ تنو نوم لیکنه کړې وه چې له ډلې یې یولک ۷۴ زره ۸۷۱ تنو یې په ازموینه کې ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي وویل: «د یادو کسانو له ډلې ۶۱۷۹۹ تنو یې د لوړو زده کړو مؤسیسو، ۱۵۱۳۰ تنو یې د نیمه لوړو زده کړو مؤسیسو او ۷۷۷۱۸ تنه نورو یې د خصوصي لوړو زده کړو مؤسیسو ته لاره پیدا کړې ده ، او شاوخوا ۲۰ زره تنه ناکام دي.»


  خبرگزاری افغان ایرکا

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.