Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63840
تاریخ انتشار : شنبه 22 چنګاښ 1398 ساعت : 20:06:58

اتمر: له حکومته غواړو چې په ارګ او دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې، لګېدلي تورونه و څېړي

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر نن د چنګاښ میاشتې په ۲۲مه په ارګ او نورو دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې او  حکومتي ادارو کې د اخلاقي فساد په تړاو د لګېدلو تورونو په اړه یوې اعلامیې کې له حکومت په کلکه غوښتي چې په ارګ او دولتي بنسټونو کې د اخلاقي فساد او جنسي ځورونې لګېدلي تورونه و څېړي.

د سولې او اعتدال ټیم له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:” له بده مرغه په دې وروستیو کې د کورنیو او نړیوالو رسنیو له لوري داسي راپورونه خپاره شوي چې پر بنسټ یې په دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې او اخلاقي فساد پر شتون ټینګار شوی دی.له دې امله په ټولنه کې د دې مسئلې په اړه د خلکو اندیښنې زیاتي شوې دي. سره له دې چې په ارګ او نورو حکومتي ادارو کې د جنسي ځورونو او اخلاقي فساد په تړاو د خپاره شوو راپورونو وخت وتلی خو ډېر د خواشینۍ ځای دا دی چې حکومت تر دې مهال نه دی توانیدلی چې دغه موضوع وڅیړي او زمونږ ولسونو ته قانع کوونکی ځواب ووایي”.

په اعلامیه کې ویل شوي چې، د سولې او اعتدال ټیم په حکومتي ادارو کې د اخلاقي فساد او جنسي ځورونې وحشتناکه پدیده په کلکو ټکو غندي او د یوې خپلواکې پلټونکې ډلې له لوري د دې مسئلې د څېړنې غوښتنه کوي.

اعلامیه کې ټینګار شوی لکه څرنګه چې، ځیني لوړ پوړي چارواکي په دې مسئله کې تورن دي، نو د اخلاقي فساد د پیژندنې او له عاملینو سره یې د قانون چلن په خاطر اړتیا ده چې د خلکو باور وړ خپلواک بنسټونه د دغو لګېدلو تورونو په اړه سپیناوی وکړي.

د سولې او اعتدال ټیم مشر محمد حنیف اتمر په داسي حال کې د جنسي ځورونو د لګېدلو تورنو په اړه، د څېړنو او سپیناوي غوښتنه کوي چې په حکومتي ادارو کې د جنسي ځورونې کیسې تر تېرې جوزا میاشتې پورې پټې ساتل شوې وې، خو د ولسمشر یوه مخکني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي په یوه کورني تلوېزیون کې له جنسي ځورونو پرده پورته کړه.

له هغه وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۰ مه یوې نړیوالې رسنۍ هم د حکومت د یوې ښځینه کارکوونکې د جنسني ځورونې را پور، د هغې له خولې د نوم نه ښودلو په شرط خپور کړ. په دغو راپور کې یادې میرمنې د یوه وزارت د وزیر له لوري د هغې د جنسي ځورونې  کیسه کړې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.