Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63841
تاریخ انتشار : شنبه 22 چنګاښ 1398 ساعت : 20:07:44

د بادغیس مرکز قلعه نو ښار برید، دوه برید ګر وژل شوي، د دریم د ویشتلو هڅې روانې دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد لوېدیځ بادغیس ولایت مرکز قلعه نور ښار یوه هوټل ته یوشمېر بریدګر ننوتلي او له هغه ځایه یې ډزې پیل کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل فیسبوک لیکلي، د بادغیس په مرکز قلعه نو ښار کې درې برید ګر د یوه هوټل ودانۍ ته ننوتي وو چې  دوه بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او د درېیم د ویشتلو لپاره عملیات  دوام لري.

ښاغلی رحیمي وايي، بریدګرو نن غرمه شاوخوا ۱۲:۴۰ بجې برید پیل کړ.

کورنیو چارو وزارت د برید د تلفاتو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلي وایي چې، بریدګر یې د امنیه قومندانۍ په ګاونډ کې یوې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځایه پر امنیې قومندانۍ ډزې کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.